ایکنانیوز د عراق رسمی خبری اژانس له قوله راپور راکړ، د کربلا د والی دفتر پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د لیندۍ د میاشتې پنځلسمه نیټه یعني د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیه ا د شهادت د کلیزې ورځ رسمي چټي اعلان کړې ده.
دکربلا ولایت د شورا مشر قاسم علی الیساری وئيلی دي ، چې پنجشنبې ورځې د ولایت له امنیتی او خدماتي ادارو پرته نوره د رستې ادارې چټي وي.
داپه داسې حال کې دي چې دعراق ، ایران ، پاکستان ،افغانستان ، بحرین ، یمن ، لبنان پشمول په زیاترو هیوادونو کې د اهل بیت علیهم اسلام مینه وال په دې مناسبت ویر او ماتم دستورې جوړوي او د حضرت فاطمة الزهرا د سیرت او ځانګړنو څخه ځانونه خبروي او له دې لارې داهل بیت علیهم السلام په غم کې ځانونه شریکوي او دنیا ته یو ځل بیا ښئ چې د اهل بیت علهیم السلام لاره هماغه راز روښانه او ځلانده ده او تر قیامت پورې به د اهل بیت علیهم السلام دسیرت په لاره د میلیونونو خلکو تګ هماغه شان دوام ولري.
https://iqna.ir/fa/news/4252031